لنډمهاله اولس مشر محمد صادق سنجرانی پېښور كښې ترسره شوې بمي چاؤدنه وغندله

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) لنډ مهاله اولس مشر او د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پېښور كښې د ترسره شوې بمي چاؤدنې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ ده په چاؤدنه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د زړه د كومي نه د افسوس څرګندونه كړې۔ ده د شهيدانو كورنيو او د اے اېن پي مشرتابه او بلور كورنۍ سره غمرازي هم وكړه