د چين اولس مشر شي جن پنګ به د جولائي په 19مه نېټه د سوئيلي افريقې پشمول د پنځو هېوادونو دوره پېل كوي

بيجنګ 17 جولائي (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند وئيلي دي چې د چين اولس مشر شي جن پنګ به د سوئيلي افريقې پشمول د پنځو هېوادونو دوره كوي۔ د خارجه وزارت وياند له مخې د چين اولس مشر به د جولائي د 19مې نېټې تر 24مه نېټه د سېنيګال٬ روانډا او د سوئيلي افريقې پشمول د پنځو هېوادونو دوره كوي۔ د سوئيلي افريقې دورې په مهال به اولس مشري شي جن پنګ په جوهانسبرګ كښې د بركس هېوادونو د مشرانو په لسمه غونډه كښې ګډون كوي۔ د دې نه پس به ښاغلې شي جن پنګ د ماريشس دوره هم كوي