د پاك بحريه آپرېشنل تيارو٬پرمختيائي پروژو٬امنيتي صورتحال او د افسرانو او ځوانانو پېشه وره تربيې او خېرښېګړی په اړه د چارو جاج واخستلې شو

اسلام آباد13 جولائي (اے پي پي) د پاك بحريه كمانډ اينډ سټاف كنفرنس د جمعې په ورځ د اسلام آباد نيول هېډكوارټر كښې پاې ته رسېدلې دے۔د كنفرنس مشري چيف آف نيول سټاف اېډمرل ظفرمحمود عباسي كوله۔د كنفرنس په مهال د پاك بحريه آپرېشنل تيارو٬پرمختيائي پروژو٬امنيتي صورتحال او د افسرانو او ځوانانو پېشه وره تربيې او خېرښېګړی په اړه چارو جاج واخستلې شو۔چيف آف نيول سټاف پھ دې موقع د پاك بحريه روانو او د سباؤن په پروژو تفصيلي بريفنګ وركړو۔د امنيت په اوسني صورتحال د خيالاتو څرګندونې سره چيف آف نيول سټاف د پاك بحريه په آپرېشنل تيارو د باور څرګندونه وكړه۔ده ووئيل په اوسنيو كښې په بحري هند كښې د پاك بحريه ريجنل ميري ټائم سېكورټي پېټرول جوړیدو سره حساس سمندري سيمو او په تنګو لارو سمندري ترهه ګرۍ٬سمندري غلو٬نشه اي او د وسلې قاچاق پشان خطرو سره به قامي او نړيوالې جهاز رانۍ ته تحفظ ترلاسه كېدو له مرسته تر لاسه شي۔چيف آف نيول د دې عزم پخلې وكړو چې پاك بحريه به ماحوليات او په خاص توګه سمندري ماحول تحفظ له بشپړه هڅې كوي او دې سره سره به د خپل نوي نسل لپاره قيمتي وسائل محفوظولو له هم هڅې روانې ساتي۔كمانډ اينډ سټاف كنفرنس د پاك بحريه د پريكړو كولو تر ټولو اعلٰی فورم دے چې پكښې ټول چيفس آف سټاف٬پرنسپل سټاف افسران او د پاك بحريه فيلډ كمانډران د پالېسو او منصوبو دفاعي زاويې سره جاج اخلي