د پاكستان او جرمن د تجدید وړ انرژۍ فورم څخه به د ګرين انرژۍ شته استعداد څخه ګټه پورته كولو له د پاكستان هلو ځلو ته وده ترلاسه شي

APP52-17 ISLAMABAD: July 17 - Federal Minister for Energy Syed Ali Zafar witnessing ceremony of signing of MoU between Pakistan and Germany for establishment of Pakistan Germany Renewable Energy Forum. APP

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او انرژۍ وفاقي وزير سیّد علي ظفر وئيلي دي د پاكستان او جرمن د تجدید وړ انرژۍ فورم څخه به د ګرين انرژۍ شته استعداد څخه ګټه پورته كولو له د پاكستان هلو ځلو ته وده ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پاكستان او المان ترمېنځه د پاك جرمن د تجديد وړ انرژۍ فورم جوړولو لپاره د تفاهم په يادښت د لاسليك كولو ستورې ته وېنا كښې وكړه۔ په دستوره د المان سفير مارټن کوبلر او د پاور ډويژن سېكتر رضوان مېمن هم موجود ٶ۔ سید علي ظفر ووئيل دا فورم د تجديد وړ انرژۍ به د توان صورتحال ښه كولو ٬ مصرف كوٶنكو ته رسنه زياتولو او پاكستان او المان كښې توان ته د ودې وركولو سوب جوړ شي۔ ده ووئيل دا فورم به پاكستان او ګرده نړۍ كښې په دې اړه د كېدونكې پېشرفت او شته استعداد ٬ مصرف كوٶنكو لپاره پائيدار٬ ارزانه او د ښه توان وسائل باوري كولو له مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل حکومت د متبادل توان څانګه كښې د پرمختللې هېوادونو تجربو څخه ګټه پورته كول غواړي٬ د پاكو٬ ارزانو او د تجديد وړ انرژۍ وسائلو څخه استفادې لپاره به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل المان په لويه كچه د تجديد وړ انرژۍ څخه استفاده كوٶنكې هېواد دے او په دې څانګه كښې د المان تجربه او پوهه په خاص توګه د پاكستان په مفاد كښې ده۔ده ووئيل د تجدید وړ توان هېواد كښې د توان زيات شوي حاجت ترسره كولو لپاره ښه آپشن دے چې ورسره به د هېواد اقتصادي وضعې ته هم هېڅ زيان ونه رسي او په نړيواله كچه د موسمي بدلون مخنيوي لپاره د اقداماتو په نتيجه كښې به د كاربن ګاز اخراج هم كم شي۔ په دې موقع د المان سفير د قابل تجديد توان فورم جوړلو لپاره د اوړوندو وزارتونو او محكمو د اقداماتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان كښې په خاص توګه د لمر توان د پن برېښنا منصوبو٬ سيلۍ ٬ بائيو ماس او د نورو ذريعو څخه د تجديد وړ توان ترلاسه كولو لپاره پراخه موقعې موجود دي كومو څخه چې ګټه پورته كېدې شي۔