د ټولو پوهنتونونو په مشاورت تعيليمي ادارو كښې د عدم برداشت په رجحان قابو موندلو له كوټلو اقداماتو ته اړتيا ده۔ د اولس مشر ممنون حسېن

APP04-12 ISLAMABAD: July 12 – Chairman, Higher Education Commission Prof. Dr. Tariq Banuri called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 12جولائی (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د ټولو پوهنتونونو په مشاورت تعيليمي ادارو كښې د عدم برداشت په زيات شوي رجحان قابو موندلو له كوټلو اقداماتو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن پروفيسر ډاكټر طارق بنوري سره خبرو كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل پوهنتونونه او نورې اعلٰی تعليمي ادارې د هېواد اقتصادي او بشري وسائلو پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې په هېواد كښې د اعلٰی تعليم معيار ښه كولو له كردار ترسره كړي۔اولس مشر پروفيسر ډاكټر طارق بنوري له د لوړو زده كړو كميشن په چيئرمېن غوره كېدو مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې د پاكستان تعليمي نظام د نړيوال معيار له مخې به خپل ټول صلاحيتونه وكاروي۔