د سپكو تورو كلتور د هېواد په ګټه نه دے، ټولټاكنو كښې خنډان راولاړيدل ټولو سياسي ګوندونو لپاره د فكر وړ خبره ده

اسلام آباد 17 جولائی (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي د سپكو تورو كلتور د هېواد په ګټه نه دے، ټولټاكنو كښې خنډان راولاړيدل د ټولو سياسي ګوندونو لپاره د فكر وړ خبره ده، د نواز شریف سزا څخه كومه ګټه نه شي پوره كړې كيدې، پارلمان كښې د میثاق جمهوریت په طرز خبرې ته كه حاجت پېښ شو نو كولې به شي ٬ترهه ګري ، انتها خوښې ، خارجه پالیسی او بیروزګاری د هېواد لوئې مسئلې دي، د دې مسئلو حل كولو له پارلمان ته ځو ٬ پیپلز ګوند تل په مېثاق جمهوریت د عمل كولو هڅه كړې، نواز شریف او شهباز شریف سره جمهوریت لپاره د لوظنامو تجربې زمونږ لپاره ښې نه وي، د الیکشن کمېشن څخه ټولو ګوندونو غوښتنې كړې ، زه د ټاكنو سکیورټی غوښتنه كوم، په دې كوم کلیئرنس نه دې وركړې شوې،زما د سياسي مزل دا وړومبۍ ټاكنې دي، اسمبلۍ كښې به د غريب اولس او د هېواد د مسئلو خبره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده زرداری هاؤس كښې خبري کنفرنس او دې نه پس بارہ کهو كښې اولسي غونډې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ بلاول بھټو ووئيل د هېواد د وكړو پام خپل منشور پلو راګرځوم۔ ځائ په ځائ زما هركلې كېږي د كوم څخه چې زما مخالفېين خفه دي۔ زما د سیاست محور د بینظیر بھټو وعدہ او د پیپلز ګوند نظریه ده۔ د خارجه چارو پشمول د هېواد مسئلو په اړه پھ خپل منشور كښې د پالېسۍ ترمخه خبره كوم۔ په دې اړه به مونږ په 25 جولائي نتيجه ترلاسه كوو۔ سياست كښې هلو ځلو ته اړتيا وي٬زه هم په سياسي مېدان كښې هلې ځلې كوم او د دې څخه يرېږم نه۔ ده ووئيل مسئلې زياتې دي٬زمونږ سياست د دغې مسئلو حل كول دي۔ ترهه ګري٬انتهاخوښي٬خارجه پالېسي او بې روزګاري د هېواد لويې مسئلې دي۔ دې مسئلو حل كولو له مونږ پارلمان ته ځو۔ ده ووئيل د شهيدې بي بي وعدې پوره كولو خبره چې كله كوم نو د هغې مطلب دا دې چې ټولو وګړو ته بنيادي آسانۍ وركول دي۔ بي بي چې كومه نظريه وركړې وه هغه نن هم د وګړو په زړونو كښې ژوندۍ ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بهټو كورنۍ په سياست كښې زياتې هلې ځلې كړي٬د خپلو ځانونو قربانۍ يې وركړې دي٬ زه د هلو ځلو څخه نه يرېږم څومره چې زياتې هلې ځلې وكړی شي د هغې به ښه نتيجې ترلاسه شي۔ ده ووئيل په سياست كښې د سپكو تورو كلتور تحريك انصاف معرفي كړې بايد پي ټي آئي پھ دې نظرثاني وكړي ځكه چې دا كلتور د هېواد په ګټه نه دے٬مونږ به مثبت سياست له وده وركوو او ټولې مسئلې به په بنيادي توګه حل كوو۔ زما مور چې ما ته څه ښودلي هغه دا دي چې په مثبت ډول سياست كولو سره خپل مقاصد ترلاسه كول دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پيپلز ګوند د وزيراعظم كانديد په اړه چې كله زما څخه پوښتنه وشوه نو ما ځواب وركړو چې د دې پريكړه به ګوند د ټاكنو څخه پس كوي۔ دا مهال آصف زرداري په دې حقله تر ټولو زيات موزون شخصيت دے۔ زرداري د ګوند او هېواد او قام لپاره چې كوم خدمات كړي هغه د قدر وړ دي۔ ده ووئيل پيپلز ګوند يوازنې ګوند دې كوم چې د هېواد په مسئلو خبره كوي او هغه حل كولې شي۔ ده ووئيل پيپلز ګوند تل د مخالفينو د اتحاد په مقابله كښې ټاكنو كښې برخه اخلي۔ دا وخت هم په سندھ كښې زمونږ په مقابله كښې اتحاد جوړ شوې خو مونږ ھغې څخه يرېږو نه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پيپلز ګوند تل په ميثاق جمهوريت د عمل كولو هڅه كړې خو نواز شريف او شهباز شريف تل زيان رسولې۔ ده ووئيل د امنيتي اندېښنو له امله زياتې جلسې منسوخ كړې شوې دي٬افسوس په دې خبره دې چې د منشور په حقله ما له هغه كورېج راكړې شوې د كوم چې زه حقدار ووم خو بيا زه د وګړو سره خبرو كولو له ونه رسېدم۔ د دې نه پس په باره كهو كښې په خپل خطاب كښې ده ووئيل پيپلز ګوند يوازنې ګوند دې كوم چې د هېواد مسئلې حل كولې شي٬مېرمنو له به په قامي چوكاټ كښې برابر موقعې وركولې شي۔ د بېنظربهټو ټولې وعدې به پوره كولې شي۔ ده ووئيل پيپلز ګوند د بېنظرانكم سپورټ پروګرام پېل كړې د كوم سره چې ګڼ كسانو ته مرسته ترلاسه شوې۔باره كهو او خوا او شاه سيمو كښې به كور په كور ګرځېدلې شي۔ مونږ تل د غريبۍ مقابله كړې٬اقتدار كښې راتلو سره به ټولو بې كوره كسانو له كورونه وركولې شي۔ په دې موقع د پيپلز ګوند د سيمې څخه كانديد سبط الحېدر بخاري٬مركزي عمومي سېكتر نيئر حسېن بخاري او نور لارښود هم موجود وو