د سري لنكا او د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم او وروستې ټسېټ مېچ سبا پېل كېږي

كولمبو 18 جولائي (اے پي پي) د سري لنكا او د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم او وروستې ټسېټ مېچ سبا د جمعې په ورځ د جولائي په 20مه نېټه پېل كېږي۔ د دوه مېچونو د ټېسټ سېريز په وړومبي مېچ كښې د سري لنكا كوربه لوبډلې د سوئيلي افريقې لوبډلې ته ماتې وركړې وه۔ په وړومبي ټېسټ مېچ كښې د سري لنكا لوبډلې د سوئيلي افريقې لوبډلې ته د 278 منډو په واضح مارجن سره ماتې وركړې وه۔