د سائيكلنګ قومي لوبډله به د روانې مياشتې په 14مه نېټه كوريا ته ځي

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د سائيكلنګ قومي لوبډله به د نوي او لوړ معيار تربيې لپاره د جولائي په 14مه نېټه كوريا ته ځي۔ د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن سېكتر سيد اظهر علي شاه له مخې په كوريا كښې به د تربيې كېمپ د جولائي په 16مه نېټه پېل كېږي چې پكښې به د پاكستان دوه لوبغاړي او كوچز ګډون كوي۔ په لوبغاړو كښې ارسلان انجم او ندا فاطمه شامل دي۔ دوي به د يوې مياشتې تربيه ترلاسه كوي او د دې ټول اخراجات به كورين سائيكلنګ فېډرېشن برداشت كوي۔