د ديامر بهاشا بند او د مهمند بند جوړولو د عملدرآمد كمېټي به د جولائي په 24مه نېټه خپل راپور په ستره محكمه كښې وړاندې كړي

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د ديامر بهاشا بند او د مهمند بند جوړولو د عملدرآمد كمېټي به د جولائي په 24مه نېټه خپل راپور په ستره محكمه كښې وړاندې كړي۔ د واپډا ذريعو له مخې د كمېټې په وړومبې غونډه كښې د ديامر بهاشا بند او مهمند بند عملدرآمد لپاره په موثره نګرانې تفصيلي غور شوے او دواړو بندونو لپاره بېلا بېلې پنځه كمېټې جوړې جوړې كړې شوې دي او منظوري ئې وركړې شوې۔