د دفاع لنډمهاله وزير د بنو او مستونګ ترهګرۍ پېښې وغندلې

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د دفاع لنډمهاله وزير لېفټېننټ جنرال (ر) نعیم خالد لودھي بنو او مستونګ ترهګرۍ پېښو په سختو ټكو غندنه كولو سره د بلوچستان عوامي پارټۍ كانديدن سراج رئیساني او د نور كسانو په شهادت د افسوس څرګنونه كړې۔ د جمعې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل چې د ترهګرۍ دا ډول بزدلانه كاروائۍ د ترهګرۍ او انتها خوښے خاتمې لپاره د قام عزم كمزورې كولې نه شي ۔ ده ووئيل ټول قام د ترهګرۍ خاتمې لپاره يو موټې دې۔ وفاقي وزير په دواړو پېښو كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه