06 ستمبر د پاكستاني قام لپاره تاريخي ورځ ده ۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلي

پېښور 06 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان وئيلي دي 06 ستمبر 1965 د پاكستاني قام لپاره يوه تاريخي ورځ ده ٬ په دې ورځ پاك پوځ واضحه كړې وه چې مونږ د خپلي آزادۍ حفاظت په ښه ډول كولې شو۔وزيراعلي محمود خان د 6 ستمبر دفاع ورځې په اړه ووئيل پاك پوځ د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو سره د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي ، نن پاكستان نه يواځي قوي دے بلكه ناقابل تسخير هم دے۔ ده ووئېل مونږ يو ژوندے قام يو او د هېواد سلامتيا لپاره تر هر حده تللے شو۔ده ووئيل پاكستانے قام د خپل هېواد حفاظت لپاره د كومې هم قربانۍ څخه دډه نه كوي۔