په وېنزوېلا كښې په نائټ كلب كښې د ګډوډې په نتيجه كښې 18 كسان مړه شوي دي

كراكس 18 جون (اے پي پي) په وېنزوېلا كښې په نائټ كلب كښې د نښتې نه پس د اوښكې بهيونكي ګاز د شېل شلېدو او د ګډوډې په نتيجه كښې 18 كسان مړه شوي دي۔ ځائي چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه د پايه تخت كراكس په يو نائب كلب كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په دې كلب كښې د سلګونو په شمېر زده كوونكي موجود وو۔ وئيلې كېږي چې د نښتې نه پس ځينې نامعلومو كسانو په كلب كښې د اوښكې بهيونكې ګاز شېل په ځائ كړي وو۔ د كورنيو چارو د وزارت له مخې په مړو كسانو كښې 8 كم عمره هم شامل دي۔