بماكو 25 جون (اے پي پي) په افريقائي هېواد مالي كښې روايتي ښكاريانو يو كلې په ولقه كښې اخيستې او 32 وګري ئې وژلي دي۔ د مالي ځائي مېډيا له مخې ټول وژل شوي كسان فولا نسل سره تعلق لري۔ د مالي يو چارواكي وئيلي دي چې روايتي ښكاريانو فولا آبادي هدف كړې او لس كسان ئې تښتولي هم دي۔ په مړو كسانو كښې ماشومان هم شامل دي۔ د يادونې وړ ده چې فولا د لوېديزې افريقې او ساحلي سيمې لويه نسلي ډله ده۔