په ختيز افغانستان كښې د 24 ساعتونو په مهال دويم ځانمرګي بريد٬ 14 كسان مړه

كابل 18 جون (اے پي پي) د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې په دوهم ځانمرګي بريد كښې لږ تر لږه 14 كسان مړه شوي دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال په ننګرهار ولايت كښې دا دوهم ځانمرګي بريد دے۔ تېره ورځ دا بريد په جلال آباد ښار كښې شوے۔ د يادونې وړ ده چې افغان چارواكو د طالبانو په ضد د جنګ بندې اعلان كړے او د طالبانو لخوا هم د وړوكي اختر په مهال ډزبندي شوې۔