په ختيزه لېبيا كښې په نښتو كښې 34 كسان وژل شوي دي

ټرېپولي 18 جون (اے پي پي) په ختيزه لېبيا كښې په نښتو كښې 34 كسان وژل شوي دي۔ د لېبيا د پوځي چارواكو له مخې نښتې د خليفه حفتر او د نيم پوځي ډلو ترمېنځه شوې دي۔ د عرب مېډيا له مخې د تېرو 48 ساعتونو په مهال په دې نښتو كښې د خليفه حفتر 14 او د نيم پوځي ملېشيا 20 ځوانان وژل شوي دي۔ دا نښتې په ختيزه لېبيا كښې آئل فيلډ سره نزدې سيمه كښې شوې دي۔ د هېواد د تېلو قومي كمپنې وئيلي دي چې د نيم پوځي ډلو په بريد كښې د هېواد د تېلو امدن ته د 2 لكه 40 زره بېرل تېلو د كمي زيان رسېدلې۔