د ټېكس هدفونو ترلاسه كولو له دې ټولې ممكنه هڅې وكارولې شي۔ د خزانې ٬ ريونيو ٬ اقتصادي چارو ٬ شماريات او منصوبه بندۍ لنډ مهالې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر اېف بي آر ته هدايت په بېلو اېمنسټي سكيمونو او د ټېكس ري بيټ مجموعي محصولات په هدفونو د اثرات په اړه ئې راپور وغوښتلو

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) د خزانې ٬ ريونيو ٬ اقتصادي چارو ٬ شماريات او منصوبه بندۍ لنډ مهالې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر جی ډی پی كښې د ټېكس شرح زياتولو او د ټېكنالوجي كارولو سره د ټېكس نظام اپ ګرېډېشن په حاجت زور راوړلو سره اېف بي آر ته هدايت كړې چې د روان مالي كال د ټېكس هدفونو ترلاسه كولو له دې ټولې ممكنه هڅې وكارولې شي۔ دې د شورؤ په ورځ روان مالي كال 2017-18ء له د فېډرل بورډ آف ریونیو كاركردګۍ جاج اخستلو په اړه د غونډې مشري كوله۔ د اېف بي آر چيئرمېن طارق محمود پاشا د ذمه وارو په سنبالولو وفاقي وزيرې ته مباركي وركړه او د اېف بي آر لخوا د ټېكس وصولو او ټېكس وركوؤنكو ته د اسانيو وركولو په لړ كښې ئې د اړوندو ګامونو په اړه پرېزنټېشن وركړو۔ د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل جي ډي پي كښې د ټېكس شرح كومه چې 2012-13ء كښې 8.7 فیصد وه كومه چې زياتېدو سره 2017-18ء كښې 12.4 فیصد شوې۔ دغسې د ګوشوارو جمع كولو شمېره 14 لكهه ته رسېدلې۔ د 300 ارب روپو اېس آر اوز ختم كړې شوي دي۔ د خزانې وزيرې د هېواد په مجموعي اقتصادي صورتحال او د اېف بي آر په اهميت خبره وكړه۔ وفاقي وزيرې په بېلو اېمنسټي سكيمونو او د ټېكس ري بيټ مجموعي محصولات په هدفونو د اثرات په اړه ئې راپور وغوښتلو۔