د نړيوال روډ سائيكلنګ چېمپئن شپ د تيارې په لړ كښې د قومي لوبغاړو د تربيې كېمپ به ﴿سبا﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د نړيوال روډ سائيكلنګ چېمپئن شپ د تيارې په لړ كښې د قومي لوبغاړو د تربيې كېمپ به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ د جولائي په وړومبې نېټه په اسلام آباد كښې پېل كېږي۔ د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن سېكتر سيد اظهر علي شاه له مخې د تربيې كېمپ ته به د منتخب شويو لوبغاړو پشمول نورو لوبغاړو ته د ګډون كولو بلنه وركولې شي۔ دا چېمپئن شپ سږ كال د ستمبر په مياشت كښې په آسټريا كښې كېږي چې پكښې به د 182 هېوادونو لوبغاړي ګډون كوي