د نيپال وزيراعظم به د جون د 19مې نېټې نه تر 24مه نېټه د چين دوره كوي۔ د چين خارجه وزارت

بيجنګ 15 جون (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند كن شي وان وئېلي دي چې د نيپال وزيراعظم پي شرما اولي به د جون د 19مې نېټې نه تر 24مه نېټه د چين دوره كوي۔د چين خارجه وزارت وياند ووئيل چې چين او نيپال روايتي دوستي لري۔دواړو هېوادونو د يو بل ملاتړ كړې او تل يې يو بل سره مرسته كړی۔چين هيله لري چې دې دورې سره به د بېلټ او روډ د اقدام په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته لا سوا شي۔