د ماسټر كبډي كپ ټورنامنټ سيمي فائنلز به ﴿نن﴾ كېږي

دبئي 28 جون (اے پي پي) د ماسټر كبډي كپ ټورنامنټ سيمي فائنلز به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ كېږي۔ د خبر له مخې د پاكستان٬ هند٬ اېران او سوئيلي كوريا لوبډلې د ټورنامنټ سيمي فائنل ته رسېدلې دي۔ د ټورنامنټ سيمي فائنل مېچونه به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ كېږي۔ په سيمي فائنل پړاؤ كښې به د پاكستان مقابله اېران ا و د هند مقابله سوئيلي كوريا سره كېږي۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به د جون په 30مه نېټه كېږي۔ ټورنامنټ لپاره يو كروړ روپې انعامي رقم كېښودل شوے۔