د كبډې قومي لوبډله به په ماسټر كبډي كپ كښې ګډون كولو لپاره د جون په 20مه نېټه دوبئي ته ځي

اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) د كبډې 14 كسيزه قومي لوبډله به په ماسټر كبډي كپ كښې ګډون كولو لپاره د جون په 20مه نېټه دوبئي ته ځي۔ د پاكستان كبډي فېډرېشن سېكتر محمد سرور رانا له مخې د قومي لوبډلې مشري به ناصر علي كوي۔ په دې ټورنامنټ كښې به د شپږو هېوادونو لوبډلې برخه اخلي چې پكښې پاكستان٬ هند ٬ كېنيا٬ اېران٬ سوئيلي كوريا او ارجنټائن شامل دي۔ دا ټورنامنټ به د جون په 30مه نېټه پاې ته رسي۔ د ټورنامنټ انعامي رقم يو كروړ روپې كېښودل شوے۔