د غزه په پوله د اسرائيلي فضائيې تازه بريدونه

غزه 18 جون (اے پي پي) د اسرائيل فضائيه د ګل په سهار د غزه په پوله د حماس په اډو بريدونه كړي دي۔ د اسرائيلي چارواكو له مخې دا كاروائي د فلسطينيانو لخوا د شويو بريدونو نه پس شوې۔ په كارروائې كښې نهه اډې په نښه كړې شوې دي۔ د اسرائيل ځواكونو د اتوار په ورځ هم د غزه په پوله كښې كارروائي كړې وه۔ له بلې خوا فلسطيني وګړو په غزه او د اسرائيل په سرحدي سيمو كښې د احتجاج لړې روانه ساتلې ده۔