د شنګھائی مرستې تنظيم د پاك هند شخړو هواري كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ د چين خارجه وزير

بیجنګ ۔ 12 جون (اے پی پی) چين ددې هيلې څرګندونه كړې چې د شنګھائی مرستې تنظيم د پاك هند شخړو هواري كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ د چين خارجه وزير وانګ یائی د چين ابلاغ ذريعو سره خپله مركه كښې ووئيل مونږ ته ددې خبرې علم دې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اوږدې مودې څخه شخړې روانې دي۔ بياهم دواړه هېوادونه تېر كال د شنګھائي مرستې تنظيم غړي جوړ شوي ٬ مونږ ددې تنظيم په صورت كښې دوئي ته د دوه اړخيزه اړيكو ښه والي له غوره پلېټ فارم او موقعې وركولې شوو۔ ده اېس سی او د پاك هند اړيكو ښه والي له “ګرېټ وهیکل” ګرځولې۔ ده ووئيل افغانستان كښې استحكام د شنګھائی مرستې تنظيم لپاره د سيمه ايزې سلامتيا تر ټولو مهمه مسئله ده ولې چې افغانستان د اېس سي او د يو شمېر غړو هېوادونو ګاونډي هېواد دے