د سوريې په سوئيلي برخه كښې د 7 لكو نه د زياتو وګړو ژوند خطر سره مخ دے۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 30 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر زېد رعد الحسېن وئيلي دي چې د سوريې په سوئيلي برخه كښې د 7 لكو نه د زياتو وګړو ژوند خطر سره مخ دے۔ د المانې مېډيا له مخې د روسيې په مرسته د سوريې اولس مشر بشارالاسد پوځ د تېرې يوې اونۍ په مهال په درعا ولايت كښې فضائي او زمكي بريدونه كړي دي او له بلې خوا ملګرو ملتونو خبردارې وركړے چې كه تېر كال د امريكې٬ اردن او روسيې ترمېنځه شوې د جنګ بندې تړون عملي نه كړے شو او د اووه نيم لكه خلقو ژوند خطر سره مخ كېدے شي۔