د انګلستان او د اسټراليا ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو د سېريز دريم مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

نوټنګهم 18 جون (اے پي پي) د انګلستان او د اسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو د سېريز دريم مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په نوټنګهم كښې كېږي۔ د انګلستان كوربه لوبډلې په دې سېريز كښې وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز څلورم مېچ به د جون په 21مه نېټه او پنځم او وروستې مېچ به د جون په 24مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به يو ټي ټونټې مېچ د جون په 27مه نېټه كېږي۔