د امريكې خارجه وزير سره د سعودي د توان وزير ملاقات وكړو

واشنګټن 30 جون (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو سره د سعودي د توان وزير خالد الفالح ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د توان په چارو خبرې شوې دي۔ د خارجه محكمې په بيان كښې په دې لړ كښې زيات تفصيل نه دې وركړے شوے۔ د يادونې وړ ده چې د تېلو په درآمد كوونكو هېوادونو كښې سعودي تېل پېدا كوونكې لوي هېواد ګڼل كېږي۔ سعودي وئيلي دي چې هغه غواړي چې د تېلو ورځنې پېداوار يو كروړ 10 بېرل ته ورسوي۔