د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې په ځانمرګي بريد كښې 26 كسان وژل شوي دي

كابل 18 جون (اے پي پي) د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې په ځانمرګي بريد كښې 26 كسان مړه او 12 ژوبل شوي دي۔ د چارواكو له مخې دا بريد په يو داسې ځائ كښې شوے چرته چې طالبان او افغان امنيتي اهلكار د اختر په موقع په يوه اجتماع كښې موجو وو۔ د ننګرهار د والي وياند عطاالله وئيلي دي چې تر اوسه كومې ډلې د بريد مسئوليت پغاړه نه دې اخيستې۔ دا بريد په داسې وخت كښې شوے كله چې طالبانو او افغان دولت د ډزبندې اعلانونه كړي وو۔