د افريقې د ساحل سيمې په هېډكوراټرز بريد شوےِ٬ 6 كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي

بماكو 30 جون (اے پي پي) د افريقې لوئې وچې د صحاره منطقې په ساحل سيمه كښې د ترهګرې د مخ نيوي د پنځو هېوادونو د پوځ په سيمه ايز هېډكوراټر بريد شوے او په بريد كښې 6 كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي دي۔ د ځائي امنيتي ذريعو له مخې د مالټو خرڅونكي په لباس كښې ځانمرګي بريد كوونكې د ودانې په مركزي دروازه خپل ځان الوزولې دے۔ د ځانمرګي بريد نه پس د ډزو لړې روانه وه۔ په دې مركز كښې مالي ٬ نائيجر٬ بركينا فاسو٬ چاډ او موريطانيه سره تعلق لرونكي عسكر موجود دي۔ دا بريد د افريقائي اېتلاف د غونډې په موقع شوے۔