د افريقائي اېتلاف د مشرانو غونډه به ﴿نن﴾ پېل كېږي

نواك شوټ 30 جون (اے پي پي) د 55 كسيزه افريقائي اېتلاف د مشرانو دوه ورځنې غونډه به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ پېل كېږي۔ د المانې مېډيا له مخې د دې غونډې كوربتوب موريطانيه كوي۔۔ په غونډه كښې به د آزاد تجارت پشمول په بېلا بېلو سيمو كښې د شخړو ٬ امنيت٬ كرپشن٬ سرمايه كارې په چارو غور كولې شي۔ د موريطانيه په پايه تخت نواك شوټ كښې په دې غونډه كښې د 40 نه د زياتو مشرانو د ګډون توقع ده۔ سږ كال د افريقائي اېتلاف مشري روانډا سره ده۔