اولس مشر ممنون حسېن د شنګهائي مرستې تنظيم 18مې مشرانو غونډه كښې ګډون له چين ته ورسېد

APP70-08 QINGDAO LIUTING: June 08 - President Mamnoon Hussain being received by Chinese Vice Foreign Minister Kong Xuanyou on his arrival at the Qingdao Liuting International Airport. APP

چن ډاؤ 08 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د شنګهائي مرستې تنظيم 18مې مشرانو غونډه كښې ګډون له د جمعې پھ ورځ په څلور ورځنۍ دوره چين ته رسېدلې دے ۔چين ته په رسېدو دوهم خارجه وزير كانګ شوانګ يو او د شانډاؤنګ صوبې دوهم ګورنر رين ايرونګ د ده هركلے وكړو۔خارجه سېكتر تخمينه جنجوعه او په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد هم په دې موقع موجود وو۔د چين وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې اولس مشر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو دغسې دوه ماشومانو اولس مشر له د ګلونو ډالۍ وركړه۔اولس مشر به(نن)د خالي په ورځ د شنګهائي مرستې تنظيم اتلسم مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔كنفرنس به په 9 او 10 جون د چين ساحلي او صنعتي ښار چن ډاؤ كښې كېږي۔په اېس سي او كښې د پاكستان د شموليت نه پس دا وړومبۍ د مشرانو كنفرنس دے۔اولس مشر ته په كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه د چين اولس مشر شي جن پنګ وركړې وه۔رياستي مشرانو كونسل اېس سي او د اعلٰی پريكړې كولو فورم دے د كومې په كلنه غونډه كښې چې د تنظيم په ترجيحاتو٬بېلو اړخونو او په نورو چارو بحث كېږي۔په غونډه كښې د اېس سي او غړو هېوادونو حكومتي مشران٬نمائندګان٬د مبصرو هېوادونو او يو اېن٬ سي آئي اېس٬ آسيا٬آئي اېم اېف او د نړيوال بانك پشمول د نړيوالو تنظيمونو نمائندګان ګډون كوي۔اېس سي او د حكومتونو ترمينځه يو تنظيم دے چې مقصد يې شريك مقصد٬باور او ښې اړيكې مستحكم كول٬سياست او تجارت٬معيشت٬سائنس او ټېكنالوجي٬كلتور٬تعليم٬سېلګرۍ او نورو څانګو كښې مرستې ته وده وركول دي۔په دې موقع به اولس مشر ممنون حسېن د سيمې خپلو هم څنګو سره جلا جلا ملاقاتونه هم كوي