افغانستان كښې د امن لپاره لار يون كونكي په سلګونو كسان پايه تخت كابل ته ورسېدل

كابل 19 جون (اے پي پي)افغانستان كښې د امن لپاره لار يون كونكې په سلګونو كسان پايه تخت كابل ته رسېدلې دي۔د نړيوالو ابلاغ ذريعو له مخې 38 ورځې پېدل مزل په مهال د امن غړو 700 كلوميټره مزل كړی او چې هغوي كله كابل ته اورسېدل نو هغوي”مونږ امن غواړو” او جنګ بند كړئ چغې وهلې۔مظاهرچيانو ووئيل په هېواد كښې ډېر زياته وينه توي شوه نور په ا فغانستان كښې امن ليدل غواړو۔امن مارچ كونكي په داسې وخت كابل ته ورسېدل چې طالبانو د اختر په موقع د دريو ورځو جنګ بندۍ خاتمې نه وروستو يو ځل بيا د بريدونو لړۍ پېل كړې ده ۔افغانستان كښې دا امن مارچ د خپل نوعيت وړومبے لار يون دے