آل پاكستان رېنكنګ بېډمنټن ټورنامنټ به د جولائي په 13مه نېټه په كوئټه كښې پېل كېږي

اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) آل پاكستان رېنكنګ بېډمنټن ټورنامنټ به د جولائي په 13مه نېټه په كوئټه كښې پېل كېږي۔ د پاكستان بېډمنټن فېډرېشن عمومي سېكتر واجد علي چوهدري له مخې په ټورنامنټ كښې به د ټول هېواد څخه 15 لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پاکستان آرمی، پاکستان واپډا، پاکستان پولیس، پاکستان رېلوے، کے پی ټي، نیشنل ایس این جی پی ایل، حبیب بینک، پنجاب، سندھ، كوربه بلوچستان، خیبر پښتونخوا، اسلام آباد، فاټا، آزاد جمو او کشمیر او د ګلګت بلتستان لوبډلې شاملې دي۔ دا ټورنامنټ به د جولائي تر 17مه نېټه دوام لري۔