یمن حکومت د حوثی ملیشیاء سره امن خبرو اترو لپاره په زړه پورې هڅې كوي

APP52-08 ISLAMABAD: May 08 – Yemeni Ambassador Mohammed Motahar Alashabi exchanging views with MD APP Masood Malik during his visit to APP Headquarters. APP photo by Afzaal Chaudhry

اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) پاکستان كښې د جمهوریه یمن سفیر محمد مطاهر العشبی وئيلي دي یمن حکومت د حوثی ملیشیاء سره امن خبرو اترو لپاره په زړه پورې هڅې كوي ، پاکستان زما دوئم كور دے، پاکستانیيان ميلمه دوسته دي، د پاکستان حکومت او اولس تل د يمن لپاره د همدردۍ او خیر سګالۍ جذبې څرګندونه كړي۔ دا خبرې ده د نهې پھ ورځ د قامی خبر رسانې ادارې ایسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) هيډ کوارټرز اسلام آباد دورې په موقع منیجنګ ډائریکټر مسعود احمد ملك سره په خپلو خبرو كښې كړي۔ډائریکټر ډپلومېټك افیئرز هم پھ دې موقع موجود ؤ۔سفیر مطاهر العشبی ووئيل د یمن حکومت په جنګ بندۍ باور لري خو حوثی ياغيان زمونږ نه اوري او نه د دې مسئلې حل کولو له خوښې لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب سفیر ووئيل زمونږ هېواد د نړيوال سیاست مرکز جوړ شوې خو نور ځينې هېوادونه د حوثی ملیشیا مسئلې په اړه مثبت یا منفی کردار ترسره كوي چې له امله ئې د دې مسئلې حل کول مشکل شوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان زما دويم كور دې ځكه چې دې څخه وړاندې هم ما په پاکستان كښې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ سفیر خبر كړې شو چې د پاکستان قامی خبر رسنه اداره اے پی پی او نېشنل نیوز ایجنسی یمن’ صبا‘ ترمينځه د خبرونو تبادلې پروټوکول لاس ليك شوې خو پھ هغې عملدرآمد نه كېږي۔سفیر ووئيل خبر رسنه اداره ’صبا‘انتظام ياغيانو پخپلو لاسو كښې اخستې او د یمن حکومت د نوې سیټ اپ په جوړولو كار كوي۔ ایم ډی مسعود ملك د یمن سفیر له د اے پی پی د سيورې لاندې خبر رسنو ادارو نړيوال کنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړه كوم چې په 13مئی اسلام آباد كښې پيل كېږي۔ هغه بلنه قبلولوسره ووئيل کنفرنس كښې به د هېواد نمائندګي كولې شي۔ په دې موقع ایم ډی مسعود ملك د یمن سفیر له د اے پی پی یادګاري شیلډ هم وركړو۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2200)