ټور ډي خنجراب سائيكل رېلي انتظاماتو ته حتمي شكل لپاره د ګلګت ډي سي په مشرې كښې غونډه

ګلګت02 مئي (اے پي پي) ټور ډي خنجراب سائيكل رېلي انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو لپاره د ګلګت ډي سي عثمان احمد په مشرې كښې غونډه وشوه چې پكښې د ټولو محكمو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د رېلي په اړه تر اوسه په شوو انتظاماتو غور وكړې شو۔ په غونډه كښې د ګلګت نه تر خجنراب ټاك د سړك د رغونې سپارښتنه هم وكړې شوه۔ وړومبې ټور ډي خنجراب سائيكل ريلي به د مئي په 11مه نېټه د ګلګت ښار نه پېل كېږي او د مئي په 13مه نېټه به په خنجراب كښې پاې ته رسي