وزیراعظم چنار ګارډن ګلګت كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ د ګلګت بلتستان آزادۍ جنګ شهيدانو له ئې فاتحه خواني وكړه۔ شاھد خاقان عباسی د ګلګت نلتر اېکسپرېس وې منصوبې د بنياد تيګه كېښوده۔ وزیراعظم د ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلۍ ودانۍ پرانسته هم وكړه

اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی ګلګت بلتستان د بېلو پرمختيائي منصوبو پرانستې له د اتوار په ورځ په يوه ورځنۍ دوره ګلګت بلتستان ته ورسېد۔ وزیراعظم ته په ګلګت هوائي مېدان د ګورنر میر غضنفر علی خان او اعلیٰ وزير حافظ حفیظ الرحمن په شمول نورو اعلی چارواكو هركلې ووې۔ د پي ټي وي ترمخه وزیراعظم چنار ګارډن ګلګت كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د ګلګت بلتستان د آزادۍ جنګ شهيدانو له ئې فاتحه خواني وكړه۔ ده د ګلګت بلتستان د قانون ساز اسمبلۍ ودانۍ پرانسته هم وكړه۔ دا د نوي ډول عمارت د 91 كروړو روپو په لګښت 12 كاله كښې سرته رسېدلې۔ وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د ګلګت نلتر اېکسپرېس وے منصوبې د بنياد تيګه كېښودله۔ دا منصوبه به د 2 ارب 60 كروړو روپو په لګښت 3 كاله كښې ترسره شي۔ د منصوبې بشپړ كېدو سره به د دواړو سيمو ترمينځھ مسافت 2 ساعتونو څخه كمېدو سره نيم ساعت پاتې شي چې ورسره به ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګې ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزیر اعظم شاھد خاقان عباسی د ګلګت بلتستان سېکرټرېټ منصوبې بنياد هم كېښودلو۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د ګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ او د ګلګت بلتستان کونسل شريكې غونډې ته خطاب هم كوي۔