هنرمندان يوازې خپل كردار نه ترسره كوي د ټولنې سمت هم ټاكي٬فنكار د پاكستان مخ دے او د دې كسانو په كردار او غږ پاكستان پیژندلې شو

APP61-18 ISLAMABAD: May 18 - Ms. Marriyum Aurangzeb, Minister for Information and Broadcasting addressing on the eve of National Icon Gala. APP

اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) د فلمي صنعت او كلتوري ورثې بحالۍ هلو ځلو د برخې په توګه د اطلاعات او خپرونو وزارت ګرينډ نېشنل آئيكون ګالا تر سره كړه چې مقصد يې د پاكستان فلم٬ټي وي٬راډيو٬موسيقې ٬ پرفارمنګ او د بصري فنون په بېلو څانګو كښې د تېرو 70 كلونو په مهال د ښه كردار تر سره كوونكو ته پیرزوئنې وړاندې كول وو۔ وړومبنې”نېشنل آئيكون ايوارډ”شو د 7 لسيزو د پاكستان پرفارمنګ آرټ بشپړه او فعاله تاريخ لمانځلو له راجوړه شوې چې په ترتيب كښې ئې بېل پروګرامونه شامل وو چې پكښې د اوسنيو سندرغاړو په قامي بيانيه جوړولو كښې د كردار او د خذماتو اعتراف شوے او هغوي ته پیرزوينې وړاندې كړی شوي۔هنرمندانو په ايوارډ شو كښې د پرفارمنګ آرټس ليجنډ ته پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره مكمل ګډون كړی چا چې د صنعت بنيادونو لپاره هلې ځلې او ښه ټېلنټ لټولې او چا چې پھ خپل دور كښې د كتوونكو په زړونو او دماغو حكمراني كړې ٬ دا د دغه ټولو كسانو د صلاحيتونو او خذماتو اعتراف دے چا چې په سخت وخت كښې زموڼږ قامي تاريخ٬همغږۍ او اجتماعيت له وده وركړی۔ايوارډ ترلاسه كوونكو فنكارانو كښې سهيل رانا٬كنول نصير٬ثريا ملتانيكر٬زيبا٬شعيب هاشمي٬قوي خان٬خواجه نجم الحسن٬ عابده پروين٬نعيم طاهر٬ياسمين طاهر٬شكيل٬حسينه معين٬ عرفان كهوسټ٬ سرمد كهوسټ ٬ انجمن٬نعمان اعجاز٬مرينه خان٬همايون سعيد٬صباحميد٬بهروز سبزواري٬فردوس جمال٬بابره شريف٬فيصل رحمان٬سيد نور٬افضل خان(ريمبو)سلطانه صديقي٬روبينه اشرف٬ اشرف خان او صبا قمر شامل دي۔په دې موقع پھ خپلو خبرو كښې د اطلاعات وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل آرټسټ يوازې خپل كردار نه ترسره كوي بلكې د ټولنې سمت هم تعينوي٬فنكار د پاكستان مخ دے او د هغه كسانو تنوع او غږ سره پاكستان پیژندلې شو٬ دې ووئېل ځوانان فنكاران د هېواد پیژندګلي ده٬د سينئر فنكارانو روڼ تندي او لارښونې سره هغه پیشه وره مقام ترلاسه كوو كوم چې د نوې نسل سره تړلې شوے۔مريم اورنګزېب ووئيل فنكاران د وګړو په زړونو او رويو اثر انداز كېږي او د ټولنې څخه د سماجي خرابو لرې كولو په لړ كښې مهم كردار ترسره كوي۔فنكاران پھ اقدارو زور راوړولو سره په ټولنه كښې مثبت بدلون له د قدر وړ كردار ترسره كولې شي۔دې ووئيل په تېر وخت كښې وګړي د رايو څرګندونې آزادۍ څخه محروم ساتلې شوي او د فنكارانو په غږونو بندېز لګولې شوې٬ د اطلاعات وزيرې ووئېل د رايو څرګندونه د ټولو وګړو حق دے٬د فنكارانو غلي پاتې كېدو سره بهر نړۍ ته مثبت پیغام نه وركړې كېږي۔ د اطلاعات وزيرې ووئېل مونږ له د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔دې ووئيل پاكستان د تېرو 35 كلونو راهسې د ترهه ګرۍ ښكار دے چې له امله يې د هېواد تشخص ته زيان رسېدلې۔دې ووئيل كلتور٬ورثه٬تهذيب او ځايې ژبو له وده وركولو لپاره كوټلو هڅو ته اړتيا ده۔دې ووئيل د اطلاعات وزارت څو كاله پس د سپانسرز يوې ډلې سره په كډه د نېشنل آئيكون ګالا انتظام كړی۔مهمه خبره دا ده چې بايد فنكاران٬د خپلو خيالاتو يو بل ته وړاندې كولو له په دې ډول پيلټ فارم يو موټې شي۔دې ووئيل زه باور لرم د سكرين ټورازم سره د پاكستان تشخص په ښه ډول وړاندې كېدې شي۔مريم اورنګزېب ووئيل مونږ د فنكارانو سره شوې لوظ ترسره كړی او د وړومبي فلم او كلتور پالېسي اعلان كړی شوې كومه كښې چې د فلم جوړولو په آلاتو درآمدي ډيوټي معاف كړې شوې او ټېكس مراعات وركړی شوي او دا د بجټ برخه هم ګرځولې شوي۔دې ووئيل كه فنكاران په پالېسۍ كښې د وړاندې كړو مراعاتو څخه ګټه پورته كړي نو دې سره به فلمي صنعت ته لا وده وركولو له مرسته ترلاسه شي او د پاكستان نامه به روښانه شي۔وفاقي وزيرې د اطلاعات او خپرونو وزارت او د پي ټي وي ډلې له پھ كاميابه ګالا كولو مباركي وركړه۔دې ووئيل منتظيمونو ته د پیښو بېلو ستونزو څخه د دې ګالا انعقاد يو اهميت لري۔دې هيله څرګنده كړه چې راروان حكومت به د پالېسو تسلسل باوري كړي۔دا دستوره د لوك فنكار عارف لوهار٬زوئي ويكاجي٬باګاګروپ او د فنكارانو ښو سندرو او پرفارمنس سره پاې ته ورسېدله۔