سعودی عربستان كښې ترافيكي پېښه ، 36 كسان ژوبل ٬ د 3 حالت نازك

ریاض ۔ 25 مئی (اے پی پی)سعودي عربستان كښې يو بس ډرائيور څخه بې قابو كېدو سره اپوټه شو چې په نتيجه كښې ئې 36 كسان ژوبل شول۔ تبوک كښې ميډيا سره خبرو كښې د سور صليب ځائي وياند نبيل العنزي ووئيل چې په شاه عبد العزيز ستره لاره د نجي كمپنۍ بس د روډ غاړې كنكريټ وال سره ټكر كېدو سره اپوټه شو چې په نتيجه كښې ئې 36 كسان ژوبل شول كوم چې په سمدستي توګه نزدې روغتون ته رسولې شوي۔ ژوبل شويو كښې د درې كسانو حالت نازك ښودلې شوې۔ بلخوا 6 سخت ژوبل شاه خالد او 1 شاه فھد اسپشلسټ روغتون ته وړلې شوې