د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه

APP70-17 ISLAMABAD: May 17 – Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi chairs meeting of the economic coordination committee of the cabinet (ECC) at PM office. APP

اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (ايكنك) په بيلو ځايونو د ايل پي جي 11 ايئرمكس پلانټس لګولو او په ځائې كچه د سرې پيداوار زياتولو لپاره د پك عرب فرټلائزرز ليمټډ له د ورځې 75 ميلونه مكعب فټ ګاز وركولو منظوري وركړې ده ۔د زيارت په ورځ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې ګوادر بندرځائې او ګوادر فري زون د ټيكسونو څخه استثنٰی باوري كولو مقصد له اړوند قوانين كښې د ضروري بدلونونو لپاره په تجويزونو غور وشو او د مجوزه بدلونونو په لار كښې د خنډانو لرې كولو لپاره كمېټي جوړه كړی شوه۔ په غونده كښې پريكړه وشوه چې يواځې په پورټ قاسم هغه ځايونه به د ايل اين جي فلوټنګ ټرمينل لپاره بيلولې شي كوم چې د كوانټيټيو رسك اسسمنټ نه پس محفوظ وګرځولې شي۔په غونډه كښې پاك عرب فرټلائزرز لمېټډ لپاره د ورځې 35 ملينه مكعب كيوبك فټ ماړي شيلوګيس او 40 ماړي ډېپ ګيس وركولو تجويز منظوري هم وركړی شوه۔دغسې چې د موجوده كار استعداد څخه استفاده وكړی شي او په ځاېي كچه د سرې پیداوار زيات شي۔سوئي نادرن ګاز پائپ لائن لمېټډ سوئي سدرن ګاز كمپني لمېټډ د خرڅولو بيعه كښې فرق او محصولاتو معاملې حل له يوه كمېټي جوړه كړی شوه چې پكښې به د پیټروليم ډويژن٬اوګرا٬خزانې٬منصوبه بندۍ او پرمختګ او اصلاحات ډويژن غړي شامل وي۔كمېټي به د قدرتي ګاز خرڅولو بيعې تګلارې د ټولو اړخونو جاج اخلي ا و پھ دريو مياشتو كښې به خپل سفارشات كابينې ته وړاندې كوي۔اقتصادي رابطه كمېټۍ وګړو له د ګاز وركولو لپاره د سوئي نادرن ګاز پائپ لائن لمېټډ په پنځه ځايونو او سوئي سدرن ګاز كمپني لمېټډ په شپږة ځايونو د اېل پي جي ايئر مكس پلانټونو لګولو منظوري هم وركړه۔سوئي نادرن ګاز پائپ لائن لمېټډ به بيشام٬دير٬كانا٬علپوري او پنجاب كښې ناران كښې ايئر ميكس پلانټونه لګوي دغسې سوئي سدرن ګيس كمپني لمېټډ به د البدين٬تفتان٬زهري٬بيكر او كنري او كلي بالوزي كښې دا پلانټونه لګوي۔اقتصادي رابطه كمېټۍ د پاكستان سټيل ملز كارپورېشن د ملازمانو د دريو مياشتو تنخاګانو وركولو لپاره د جنوري نه تر مارچ 2018 لپاره د 1140 ملينه روپو منظوري هم وركړه