د هندي پوځ لخوا په وركنګ باؤنډري بلا اشتعال ډزې٬ په ډزو كښې يوه مېرمن او درې ماشومان شهيدان او 10 وګړي ژوبل شوي دي۔ آئي اېس پي آر

پېنډې 18مئي (اے پي پي) د هندي پوځ لخوا په وركنګ باؤنډرې د بلا اشتعال ډزو په نتيجه كښې يوه مېرمن او درې ماشومان شهيدان او 10 وګړي ژوبل شوي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د جمعې په سهار هندي پوځ په سيالكوټ كښې په وركنګ باؤنډري د ډزبندې خلاف ورزي كولو سره بلا اشتعال ډزې پېل كړې او پكښې 4 كسان شهيدان شول چې پكښې يوه مېرمن او درې ماشومان شامل دي۔ د هند په اشتعال انګېزې د پاكستان رېنجرز لخوا بشپړه ځوابي كارروائي وكړې شوه چې پكښې د هند چوكۍ په نښه كړې شوې او په نتيجه كښې ئې په هندي چوكو كښې اور ولګېدو۔