د لیبیا بن غازی ښار كښې موټري بمي چاؤدنه ٬ 6 تنه مړه ٬ يو شمېر نور ژوبل

طرابلس ۔ 25 مئی (اے پی پی) د لیبیا د ختيځ ښار بن غازي مركز كښې په جمال عبد الناصر ستره لار د بارود ډك ګاډي كښې چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې 6 تنه مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شول۔ د ترک خبر رسنې ادارې ترمخه دا چاؤدنه په يوه چلنده لاره وشوه چرته چې د روژې مياشتې په مهال د شپې په وخت زيات كسان راجمع كېږي۔ دا هم وئيلې شوي چې دا چاؤدنه يو داسې ځائې كښې شوې چرته چې د سوريې پلاوي نمائشي اسټالونه لګولې وو۔ د چاؤدنې په اړه پلټنې پېل كړې شوي دي۔ بلخوا كومې ډلې تر دې دمه د پېښې ذمه واري قبوله كړې نه ده