د بېلټ او روډ پروژه به د بېلا بېلو هېوادونو پرمختګ او خوشحالې لپاره نوې لار وركړي۔ د چين خارجه وزير

پېرس 17مئي (اے پي پي) د چين رياستي كونسلر او خارجه وزير وانګ اي په پېرس كښې د فرانس خارجه وزير جين ييو لي ډرائن سره مذاكرات كړي دي۔ د مذاكراتو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې چين د بېلټ او روډ اقدام وړاندې كړے۔ د دې پروژې نه پس به په پنځو كلونو كښې د چين او تړون لرنكو هېوادونو تجارتي ماليت 40 كهربه امريكائي ډالرو ته ورسي۔ ده ووئيل چې د دې د سرمايه كارې ماليت د 60 اربه امريكائي ډالرو نه زيات دے۔ ده ووئيل چې تر اوسه مو 75 بهرني اقتصادي او تجارتي زونز جوړ كړي دي او دوه لكه ځائي خلقو لپاره د روزګار موقعې پېدا شوې دي۔