كال 1439ھ لپاره حج پېكج اعلان شو

مکہ مکرمه۔ 12 مئی (اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د كال 1439ﺀ په مهال د داخلي معلمينو نوې فيسونه اعلان كړي دي۔ د سعودی ورځپاڼې ترمخه د وزارت لخوا دې معلمينو ته وركړې شوي دې پېكج ته ” الحج المیسر” نامه وركړې شوې۔ فيس به سړي سر 3465 ریال وي۔ تر ټولو زيات ګران پېكج د جمرات پل ته نزدې د ابراج استوګنو لپاره 11905 ریال مقرر كړې شوې۔ وزارت په ډاګه كړې چې د فيس ادا كولو څخه وړاندې به د ريزروېشن منسوخ كول وېړيا وي او د فيس ادا كولو څخه وروستو به تر 7 ذي الحجې په منسوخ كولو تر 100 فيصد كټوتي كېدې شي۔ د حج وزارت وېنا ده چې د الحج الميسر پروګرام تر سېوري لاندې به سږ كال 10 كسان حج وكړې شي۔