په چين كښې د دوه كشتو ډوبېدو په پېښه كښې 17 كسان مړه شوي دي

بيجنګ 22 اپرېل (اے پي پي) په چين كښې د دوه كشتو ډوبېدو په پېښه كښې 17 كسان مړه شوي ديټ د نړيوالې مېډيا له مخې دا پېښه ګوئېلن سيمې سره نزدې په درياب كښې رامېنځ ته شوې۔ كوم ځائ چې دا پېښه رامېنځ ته شوې هلته دوه دريابونه يو بل سره يو ځائ كېږي۔ د چين خبري اژانس له مخې په دواړو كشتو كښې 57 مسافر سواره وو۔