په لېبيا كښې د دوه وسله والو ډلو ترمېنځه په نښته كښې د طرابلس په هوائي اډه 14 الوتكې تباه شوې

طرابلس 22 اپرېل (اے پي پي) په لېبيا كښې د دوه وسله والو ډلو ترمېنځه په نښته كښې د طرابلس په هوائي اډه 14 الوتكې تباه شوې دي۔ د ځپل شويو الوتكو د قيمت اندازه 2 اربه ډالر لګول شوې۔ د العربيه ټي وي له مخې د وسله والو لخوا د طرابلس په معتيقه نړيواله هوائي اډه ګولې او توعندي ويشتل شوي دي او په نتيجه كښې ئې په هوائي اډه د دولسو نه په زياتو الوتكو اور لګېدلې۔ د لېبيا سركاري فضائي كمپنې وئيلي دي چې دا اډه د دوه وسله والو ډلو ترمېنځه د نښتې په مهال په نښه كړې شوې۔