مومند اېجنسۍ كښې د پولې پورې څخه د ترهګرو د پاكستان په پوسته ډزې٬

د پاك پوځ په ځوابي كاروائۍ كښې درې بريد كوٶنكې ترهګر ووژلې شول۔ آئي اېس پي آر
پېنډۍ 26 اپرېل (اے پی پی) مومند اېجنسۍ كښې د پولې بلې غاړې څخه ترهګرو د پاكستان په پوسته ډزې كړې دي ٬ دغسې پاك پوځ په ځوابي كاروائۍ كښې درې بريد كوٶنكې ترهګر ووژلې دي ۔ آئي اېس پي آر له مخې مومند اېجنسۍ كښې د پولې بلې غاړې څخه ترهګرو د پاكستان په پوسته ډزې كړې او د پاك پوځ د موثره ځوابي كاروائۍ په نتيجه كښې درې ترهګر وژلي شوي۔ ترهګرو سره د ډزو په مهال د پاك پوځ يو عسكر فرمان لاله هم شهيد شوے دے۔