قامي اسمبلۍ د کامسېټس پوهنتون بل 2018 منظوري وركړه

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د کامسېټس پوهنتون بل 2018 منظوري وركړې چې ورسره کامسېټس انسټیټیوټ آف انفارمېشن ټېکنالوجۍ ته د پوهنتون درجه ترلاسه شوې۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره د قائمه كمېټۍ لخوا شمس النساء د كامسېټس اسلام آباد بل 2018 ايوان ته وړاندې كړو۔ د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنویر حسېن تحریك وړاندې كړو چې په ياد شوې بل دې غور وكړې شي٬ د ايوان د منظورۍ نه پس مخالفې ډلې د بل مخالفت وكړو۔ سید نوید قمر ووئيل زمونږ مقصد دې ادارې ته د پوهنتون د درجې وركولو مخالفت نه دي كول خو د استاذانو د سليكشن په طريقه كار مونږ اختلاف لرو په دې لړ كښې دې د استاذانو نمائندګان هم په طريقه كار كښې شاملول پكار دي۔ د صاحبزادہ طارق اللہ٬ شیریں مزاري٬ اعجاز جاکھراني٬ جمشېد دستي ٬ عبدالقهار خان٬ علی محمد خان ٬ شېخ صلاح الدین٬ شاہ جي ګل آپریدي٬ کرنل (ر) امیر اللہ مروت او د نورو د خبرو اترو په مهال ووئيل شو كه اوس دا بل منظور نه كړې شو يو بيا به هېڅ كله منظور نه كړې شي٬ مونږ د اړوند وزير د باور وركولو نه مطمئن يو۔ د تحريك د منظورۍ نه پس سپيكر د بل شق وار منظوري واخسته او د دې نه پس رانا تنوير حسېن تحريك وړاندې كړو چې د كامسېټس پوهنتون اسلام آباد بل 2018 دې منظور كړې شي او قامي اسمبلۍ په يوه خله د دې منظوري وركړه