فكر لرونكې دې د خپلو ځانګړو هلو حلو د لارې ټولنه كښې يو والي او همغږۍ له وده وركړي٬د حضور(ص)سيرت د نړۍ لپاره هدايت او لارښودنه ده

APP45-28 KARACHI: April 28 - President Mamnoon Hussain addressing the foundation stone laying ceremony of Seerat Chair Building at the University of Karachi. APP

كراچۍ 28 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې په ټولنه كښې انتشار هغه وخت پېدا كېږي كله چې وګړي د خپلو فرائضو څخه غافل شي او د نورو ذمه وارۍ سنبهال كړي٬كله چې د حكمت ځائې طاقت ونېسي او د طاقت د استعمال طريقه هم نه وي نو بحراني كېفيت پیدا كېږي دغسې فكر لرونكې دې د خپلو ځانګړو هلو حلو د لارې ټولنه كښې يو والي او همغږۍ له وده وركړي٬د حضور(ص)سيرت د پاتې نړۍ لپاره هدايت او لارښودنه ده٬پوهنتونونو او علمي مركزونو كښې د سيرت چيئرز جوړولو مقصد دا دې چې محقيقين او علمائے كرام په مستقل بنيادونو تعليم او د تحقيق كار روان وساتي دغسې چې نړۍ كښې رامخې ته كېدونكو بدلونونو او د هغې په نتيجه كښې پېدا شويو مسئلو حل د قرآن او سنت تعليماتو په رڼا كښې ولټولې شي۔ده دا خبرې د كراچۍ په پوهنتون كښې”د سيرت چيئر”ودانۍ د بنياد تېګه اېښودلو دستورې ته خطاب كښې وكړې۔اولس مشر ووئيل اوسني وخت كښې انسانانو د سائنس٬ټېكنالوجي او معيشت پشمول د ژوند په ټولو څانګو كښې پرمختګ كړې خو د مادي پرمختګ سلسله كه د فطرت د اصولو سره وجنګېږي او د ماديت په مقابله كښې د مخلوق خدا اهميت كم شي نو د دې مطلب دا دې چې چارې په سم پلو نه دي روانې دغسې په دې صورتحال كښې زيات علمي او فكري مغالطے پېدا كېدو سره د انسانانو په مسئلو كښې د زياتوالو سبب ګرځي۔ده ووئيل د نړۍ په بېلو برخو كښې د جنګونو كومه سلسله چې روانه ده د هغې په شاه هم دغه فكري عوامل دي۔اولس مشر ووئيل د دين مقصد د انسانانو حفاظت او د وينې بهاولو څخه ډډه كول دي۔ده ووئيل د حضور(ص)سيرت نړۍ لپاره د هدايت او لارښودنې حېثيت لري٬پوهنتونونو او علمي مركزونو كښې د سيرت چيئرز جوړولو مقصد دا دې چې محقيقين او علمائے كرام په مستقل بنيادونو تعليم او د تحقيق كار روان وساتي دغسې چې نړۍ كښې رامخې ته كېدونكو بدلونونو او د هغې په نتيجه كښې پېدا شويو مسئلو حل د قرآن او سنت تعليماتو په رڼا كښې ولټولې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې د كراچۍ پوهنتون سيرت چيئر به دغه فكر مخ په وړاندې بوتللو سره د اسلام او سيرت النبي ۖ پھ اړه خپور شوي هر ډول غلط فهمي لرې كولو له علمي هلې ځلې ترتيب كړي۔په دې موقع د كراچۍ پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر اجمل خان او د آرټس فيكلټۍ ډين ډاكټر محمد احمد قادري هم خطاب وكړو