سعودي عربستان – په رېستوران كښې چاؤدنه – 4 كسان وسوزېدل

جده 23 اپرېل (اے پي پي) د سعودي عربستان په يو رېستوران كښې د رامخې ته شوې ناڅاپي چاؤدنې په نتيجه كښې 4 كسان وسوزېدل۔ د سعودي عربستان د ورځپاڼې ترمخه د جدې ښار په قطبي سيمه كښې رېستوران كښې د شوې چاؤدنې څخه سمدستي ور وستو اور ولګېدو چې په نتيجه كښې ئې 4 تنه سوزېدو سره ژوبل شول۔ د شهري دفاع ډلو په وخت كاروائي كولو سره په اور قابو وموندلو۔ بلخوا ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته ورسول شوو