ستره محكمه دې آئين ماتوونكې پروېز مشرف عدالت ته راوستلو لپاره په خپله نوټس واخلي

اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ غړي كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر غوښتنه كړې چې ستره محكمه دې آئين ماتوونكې پروېز مشرف عدالت ته راوستلو لپاره په خپله نوټس واخلي۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلې په غونډه كښې ده ووئيل چې مونږ لپاره د اعزاز خبره ده چې په مسلم ليګ ﴿ن﴾ كښې داسې غړي موجود دي كومو چې د كال 1973م متفقه آئين وركړے۔ ده ووئيل چې د متنازعه پرېكړو له امله رياست ته زيان رسېدلې۔ قرارداد مقاصد د دې آئين برخه ده او د هر ډول حقونو ضامن دے۔ دا آئين درې ځله مات شو خو عدالتونو كوم كردار ادا نه كړو۔ ده ووئيل چې په آئين كښې آرټيكل هم موجود دي۔ ده ووئيل چې ستره محكمه دې آئين ماتوونكې پروېز مشرف عدالت ته راوستلو لپاره په خپله نوټس واخلي