د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې اقتصادي رابطه كمېټۍ لپاره د كابينې غونډ

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) اقتصادي رابطه كمېټۍ لپاره د كابينې غونډه كښې د يوټېلټي سټورز كارپورېشن لخوا د روژې په مياشت كښې د ضرورت 19 څيزونو لپاره د رمضان ريليف پېكج منظوري وركړې شوې۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ لپاره د كابينې غونډه د شورو په ورځ وزيراعظم آفس كښې وشوه۔ غونډه كښې د رمضان ريليف پيكج له مخې د ضرورت په كومو څيزنو چې به سبسډي وركولې شي په ھغې كښې وړه٬ چيني٬ غوړي٬ تېل٬ دالونه٬ ج پكوړو وړه٬ كهجورې٬ ويرژې٬ شربتونه ٬ پی او چائے شامل دي۔ حکومت به د رمضان پېكج له مخې يو ارب 73 كروړه روپۍ سبسډي وركوي ۔ وزیراعظم امر وكړو چې د رمضان پېكج له مخې بايد د ضرورت څيزونه په روژه كښې د ماكيټ نه په لږه بيعه وركړې شي۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ د 660 كلو واټ اېچ وي ډي سي مټياري/لاهور ټرانسمېشن لائن د فنانشل كلوزنګ نيټه كښې د پرفارمنس ضمانت روپۍ يو په دوه كولو نه غېر د اووه مياشتو د پراختيا منظوري وركړه كومه چې به د سږ كال تر پائې وي٬ دا پرېكړه تهر او كراچۍ سره نزدې په سكرو چلېدونكې د برېښنا راتلونكو منصوبو او كراچۍ كښې د 1100 مېګاٶاټ دوه پروژو الائنمنټ لپاره ده۔ اي سي سي د پاور پولډنګ پرائيوېټ لمېټډ د لارې د نوو مالياتي آسانيو په توګه د كمرشل بانكونو د لارې د سل اربه روپو جمع كولو لپاره د پاور ډويژن د تجويز هم منظوري وركړې۔ د قرض روپی به د سنټرل پاور پرچېزنګ اېجنسۍ او د شعبه جاتي ادارو پحقله د پاور ډسټري بيوشن كمپنو واجباتو ادا كولو لپاره كارولې شي۔ مالي كال 18-2017 لپاره د تماكو د سېس په بيعه د نظر ثاني هم منظوري وركړې شوې ۔ اي سي سي پاسكو د 155 ډالره په حساب د ټن په سر د پنځه لكه ټنه غنمو برآمد كولو هم منظوري وركړې ده