د هند په اندور ښار كښې د 4 منزله هوټل لوېدو په پېښه كښې 10 كسان مړه شوي دي

نوې ډيلې 01 اپرېل (اے پي پي) د هند په اندور ښار كښې د 4 منزله هوټل لوېدو په پېښه كښې 10 كسان مړه او دوه ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې دا پېښه د خالي په شپه رامېنځ ته شوې۔ د پوليسو له مخې د دې هوټل وداني ډېره پخوانې وه خو لا سبب نه دې معلوم شوے۔ ځائي مېډيا وئيلي دي چې وداني هغه مهال رانسكوره شوه كله چې ورسره يو لوي مال وړونكې ګاډې ټكر شو۔